"د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې شدید پوځي عملیات روان دي"

د کونړ د دانګام ولسوالۍ چاوراکي وايي چې په سیمه کې شدید پوځي عملیات روان دي.

د دانګام ولسوال نن ازادي راډیو ته وویل چې په سیمه کې زیات ماینونه ښخ شوي او د امنیتي ځواکونو پرمختګ یې له خنډ سره مخامخ کړی دی.

د افغانستان د کورنیوچارو وزارت سرپرست؛ جنرال محمد ایوب سالنګي پرون دانګام ولسوالۍ ته تللی و او ویې ویل چې افغان ځواکونه په دانګام او اسمارو کې د امنیت د ټینګولو پوره هڅې کوي.

په ولسي جرګه کې د کونړ ځیني استازي او په سیمه کې د وسله والو طالبانو ضد پاڅون کونکي وايي چې په دانګام کې باید د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره هوايي عملیات وشي.