د افغانستان د کورنیو چارو وزارت نن په دې هیواد کې د اروپايي اتحادیې د پولیسو د ماموریت د تمدیدیدو هرکلی وکړ.
د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي ننازادي راډیو ته وویل چې اروپايي اتحادیه به د افغان پولیسو د مسلکي ظرفیت د لوړولو لپاره خپل روزنیز پروګرامونه دوه کاله نور هم وچلوي.
"د دې اقدام یو هدف د قانون د حاکمیت د پلي کولو په برخه کې د پولیسو د ظرفیت لوړول او د هغوی د فعالیتونو تنظیمول دي؛ نو دا یو مهم پرمختګ دی."
اروپايي اتحادیه وايي چې د دې ماموریت لپاره یې اویا ملیونه امریکايي ډالر ځانګړي کړي دي.
افغانستان اوس نږدې یونیم لک روزل شوي پولیس لري.