"ایران باید د اټمي پروګرام په اړه خبرو کې ملایمت څرګند کړي"

د غربي ډيپلوماټانو په وینا، د ملګرو ملتو سازمان له ایرانه غواړي چې له شپږو قدرتونو سره په اټمي خبرو کې ملایمت څرګند کړي.

د فرانسې استازي ډيپلوماټ د ملګرو ملتو امنیت شورا ته ویلي چې ایران باید ستراتيژیک انتخاب وکړي او په جرات پریکړې وکړي.

د بریتانیې لوی ډیپلومات مایکل تاتام پر ایران ږغ کړی چې ملایمت څرګند کړي او په شورا کې د امریکا د سفیر مرستیال ډيويډ پرسمن ویلي چې واشنګټن له ایرانیانو سره بې فایدې او عمومي خبرې نه کوي.

ایران او د نړۍ شپږو قدرتونو (امریکا، روسیې، چین، بریتانيې، فرانسې او جرمني) روانه اونۍ په ژنیوا کې د تهران د اټمي پروګرام په اړه مذاکرې وکړې.

د غربي ډيپلوماټانو د څرګندونو خلاف؛ د روسې ولسمشر ولادیمیر پوټین د ایران ستاینه کړې او ویلي یې دي چې ایراني لوري په اټمي مذاکرو کې زیات ملایمت کړی دی. د ایران د اټمي مذاکرو لپاره راتلونکی مهلت، د جولای لومړۍ نیټه ټاکل شوې.

غربي دولتونه له ایرانه غواړي چې د اټمی فعالیت بند کړي او په مقابل کې به يې پر دې هیواد موجود اقتصادی بندیزونه لرې شي.