افغان ځواکونو د کونړ په دانګام کې نوي عملیات پیل کړي

د کورنیو چارو سرپرست وزیر جنرال ایوب سالنګي

افغان امنیتي ځواکونو د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې نوي عملیات پیل کړي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت سرپرست جنرال ایوب سالنګي دانګام ولسوالۍ ته په خپل سفر کې ډاډ ورکړ چې افغان ځواکونه به په ټول ځواک سره د دانګام او اسمار ولسوالیو د امنیت لپاره هڅه وکړي.

سالنګي دغه راز ملي پولیسو ته سپارښتنه وکړه چې په دواړو ولسوالیو کې د تروریستي فعالیتونو مخه ونیسي.

په همدې ترڅ کې د طالبانو پر وړاندې یو شمېر پاڅون کوونکي او په ولسي جرګې کې د کونړ د خلکو استازي د دانګام په عملیاتو کې پر هوایې ملاتړ ټینګار کوي.

دوی وایي، که چیرې هوایي ځواک په دې عملیاتو کې برخه وانه خلي؛ بری به یې ستونزمن وي.