سیګار: امریکا په افغانستان کې د ښځو لپاره ځانګړي پروګرامونه نه لري

د افغانستان د بیا رغوني لپاره د امریکا د لګښتونو د ارزونې اداره (سیګار) وایي؛ متحده ایالاتو او نړیوالو موسسو د افغان میرمنو لپاره ښکاره او واضح پروګرامونه نه دي لرلي.

سیګار په خپل وروستي راپور کې د امریکا پر ادارې په تیره بیا پر نړیوالې پرمختیایي ادارې انتقاد کړی چې په افغانستان کې د ښځو لپاره ځانګړي پروګرامونه نه لري.

د سیګار په خبره، د امریکا نړیوالې پرمختیايي ادارې؛ د هغې ۸۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت مالي مرستې چې د ښځو د مستقیم ملاتړ او نورو پروژو لپاره ځانګړي شوې وه؛ وضاحت نه دی ورکړی.

د دې راپور په بله برخه کې راغلي چې داسې ښکاره نښه نشته چې وښیي وروسته له هغه چې د امریکا د مالیه ورکوونکو میلیونونه ډالره چې د امریکایي ادارو له خوا مصرف شوي؛ د افغانستان د ښځو په ژوند کې څه بدلون او پرمختګ راوستی دی.

خوا په کابل کې د ښځو چارو سرپرست وزیرې مژګان مصطفوي آزادي راډیو ته وویل چې په تیرو دیارلسو کلونو کې په افغانستان کې د پام وړ بدلونونه راغلي دي.