پوټین: لویدیځ یوځل بیا د برلین دېوال جوړوي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین لویدیځ تورن کړ چې د برلین دیوال یو ځل بیا جوړوي.

پوټین د کال په وروستۍ کلنۍ وینا کې د روسي روبل د ارزښت کمیدو ته په اشارې وویل چې د روسیې اقتصاد به بیا راژوندی کړي.

"زه باور لرم چې دواړه بانکونه یانې مرکزي بانک او حکومت اوسني وضعیت ته په پام سره مناسب ګامونه اخلي. ځیني پوښتنې شته چې له حکومت او مرکزي بانک څخه د دغو ګامونو د وخت او کیفیت په اړه به وشي؛ خو ټول ګامونه مناسب دي او په سمه توګه ښودل شوي دي."

پوټین زیاته کړه چې د هیواد اقتصاد به یې بیا راژوندی شي او لږ تر لږه دوه کاله وخت به ونیسي.

هغه په دې نژدې درې نیم ساعته وینا کې چې د روسیې د دولتي ټلویزیون له خوا خپره شوه؛ د اوکرایین موضوع ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، کیف په دې کړکیچ کې ګرم دی. پوټین دغه راز د امریکا متحده ایالات د مسکو او لویدیځ پر اړیکو اصلي برید کوونکی وباله.