اروپایي ټولنې په کریمیا باندې د بندیز پر لګولو موافقه وکړه

اروپایي ټولنې د پنجشنبه په ورځ په کریمیا سیمه کې پر پانګوونو د بندیز لګولو موافقه وکړه چې انفرادي کسان او کمپنۍ دواړه په نښه کوي. د تور سمندرګي دغه ټاپو وزمه د مارچ په میاشت کې له اوکرایین څخه د روسیې له خوا الحاق شوه.

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو تیره میاشت پریکړه وکړه چې د اروپایي ټولنې له خوا د کریمیا د الحاق د نه منلو تګلاره باید له نورو بندیزونو سره یوځای شي.

په دې اقدام سره د اروپایي ټولنې وګړي او د اروپایي اتحادیې راجسټر شوې کمپنۍ په کریمیا کې شتمنۍ نه شي اخستی؛ د کریمیا له کمپنیو سره ګډې پروژې پر مخ نه شي وړلی او هم نه شي کولی د کریمیا له کمپنیو څخه د هغوی اسهام یا نور مهم مواد واخلي.

دغه راز په دې بندیز سره د ټرانسپورټ، مخابراتو او انرژۍ په سکتورونو کې د هغو موادو پلورل؛ صادرول یا انتقال منع شوی چې د اروپایی اتحادیې په راجسټر شویو کښتیو یا الوتکو کې د کریمیا شرکتونو ته وړل کیږي.

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې فیدریکا موغیریني تر سرمشریزې دمخه خبریالانو ته وویل؛ د نویو بندیزونو لګول په ټوله کې ښه خبر نه دی.

"غواړم یو شی واضح کړم. دا چې روسیه له مالي اړخه په ستونزمن وضعیت کې ده؛ ښه خبر نه دی. دا تر ټولو دمخه د روسیې وګړو ته ښه خبر نه دی او دا هغه څه دي چې زه فکر کوم هر څوک د روسیې له مشرتابه نیولې؛ باید په دې اړه محتاط اوسي، خو دا د اوکرایین لپاره ښه خبر نه دی او نه هم د اروپا او ټولې نړۍ لپاره ښه خبر دی."

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دا بندیزونه غندلي او هغه یې د کریمیا د اوسیدونکو له ځوروني پرته بل هیڅ شی نه دی بللي؛ خو د امریکا متحده ایالاتو بیا د دې اقدام هرکلی کړی دی.