د عراق پیشمرګه ځواکونو له داعش ډلې یوشمېر کلي بېرته ونیول

عراقي کرد ځواکونو چې د ایتلاف د جنګي الوتکو ملاتړ ورسره دی؛ پرون پنجشنبه د عراق په شمال کې د اسلامي دولت ډلې پر وړاندې عملیات وکړل.

پیشمرګه ځواکونو وروسته له هغه یوشمیر کلي بیرته د اسلامي دولت له ډلې څخه ونیول او د سینجار سیمې لار یې پرانستله چې د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو په سختو بمباریو سره پلیو ځواکونو ته زمینه هواره کړه.

د اسلامي دولت ډلې د اګست په لومړیو کې د سینجار سیمه ونیوله. د دې سیمي د یزیدي مذهبي اقلیت د ټول وژنې مخنیوی هغه دلیل و چې له کبله یې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د دغو وسله والو پر ضد هوایي جګړې پیل کړې.

د اسلامي دولت ډلې پر وړاندې د کمپاین امریکایې قومندان ډګر جنرال جیمز تیري پرون په واشنګټن کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې د پنځوسو هوایي بریدونو په نتیجه کې کرد ځواکونو ته لار هواره شوه چې د سیمې شاوخوا ۱۰۰ کیلو متره مربع سیمه بېرته ونیسي.

نوي حملې د ډسمبر پر اتلسمه د تل افار په شمال کې پیل شوې.

دا یوه له هغو سیموده چې د جون په لومړیو کې د اسلامي دولت ډلې ونیوله.