د اروپايي ټولنې شورا د افغان پولیسو د همکارۍ ماموریت تمدید کړ

د اروپايي ټولنې شورا په افغانستان کې د دغې ټولنې د پولیسو د همکارۍ ماموریت د یوه بل کال لپاره هم تمدید کړ.

دغې شورا د یوې اعلامیې په خپرولوسره ویلي چې اروپايي ټولنېد ۵۸ میلیونه یورو په ځانګړي کولو سره د ۲۰۱۵ م کال له پیل څخه ترپایه پورې د افغان پولیسو د ملاتړ ماموریت تمدید کړ.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دماموریت کمشنر کارل وګه روګه ویلي دي چې افغان پولیسو څخه د دوی ملاتړد ا صلاحاتو، مسلکیتوب او د پولیسو او قضایي ارګانونو ترمنځ د همغږۍ په برخه کې دی.