اردن م.م ته د اسراییل او فلسطین ترمنځ د سولې په اړه د یوه پرېکړه مسوده وړاندې کړې

اردن د ملګروملتونو امنیت شورا ته د یوه پریکړه لیک مسوده وړاندې کړې چې د یوه کال په موده کې د اسراییل او فلسطینیانو ترمنځ د سولې د موافقې د رامنځته کیدو غوښتنه کوي.

د دغې مسودې په متن کې چې پرون امنیت شورا ته وړاندې شوې؛ دغه راز د ۲۰۱۷ کال پای له فلسطیني سیمو څخه د اسراییل د امنیتي ځواکونو د بشپړ وتلو لپاره ضرب الاجل ټاکل شوی دی.

په ملګروملتونو کې د فلسطیني ادارې سفیر ریاض منصور وویل؛ دی به د دغه پریکړه لیک پرمسودې د سمدستي رای اخیستو لپاره فشار رانه ولي بلکه پرې به ږدي چې په دې اړه د امریکا د متحدو ایالتونو په ګډون نور بحثونه وشي.

ډیپلوماټانو ویلي چې په دې اړه خبرې اترې به ورځې او اونۍ دوام وکړي.

د امریکا متحده ایالاتو چې د ملګروملتونو د امنیت شورا دایمی غړی دی؛ په تیرو وختونو کې د اسراییلو خلاف هر پریکړه لیک ویټو کړې ده.