د کابل په ده سبز کې انتحاري حلمې پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې نن سهار د پولیسو پر موټر انتحاري حمله کې یو پولیس وژل شوی او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

د کابل د امنیې قومندانۍ د جنايي تحقیقاتو رییس جنرال محمد فرید افضلي آزادي راډیو ته وویل؛ یوه انتحار کوونکي چې غوښتل یې د سراچې موټر په وسیله د ښار په ګڼه ګوڼه سیمه کې انتحاري حمله وکړي؛ د کشفي پولیسو تر څار وروسته یې انتحارې حمله وکړه چې په حمله کې پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته:

"پيښه داسې وه چې د انتحاري حمله کوونکي د سراچې موټر په وسیله په کشفي پولیسو حمله وکړه چې یو تن په کې ووژل شو او درې تنه نور ټپیان شول."

د دغه حملې مسوولیت وسله والو طالبانو منلی دی او ادعا یې کړې چې په دې پيښه کې بهرنیو او افغان امنیتي ځواکونو ته یې زیاته مرګ ژوبله اړولې؛ خو امنیتي چارواکو له خوا د طالبانو دغه ادعا رد شوې ده.