رحیمي: ۷۶ کسان د وژنو؛ تښتونو او وسله والو غلاوو په تور نیول شوي

د کابل امنیه قومندانۍ وایي، په تیره یوه اونۍ کې یې شپږ اویا کسان د وژنو؛ تښتونو او وسله والو غلاوو په تور نیولي دي.

د کابل امنیه قومندان عبدالرحمن رحیمي نن په کابل کې په یوه غونډه کې وویل چې په همدې ترڅ کې یې یو ټونس موټر چې له چاودیدونکو موادو ډک و؛ کشف او ضبط کړ.

نوموړي له عدلي او قضایي ارګانونو وغوښتل چې د نیول شویو کسانو دوسیې په جدي توګه و څاري.

د یو بل خبر له مخې، له مخدره موادو او مسکراتو سره د مبارزې عدلي او قضایې مرکز وایي؛ د شپږ ویشتو هغو کسانو دوسیې یې څارنوالۍ ته لیږلي چې د مخدره موادو د قاچاق په تور نیول شوي دي.