راپورونه وایي چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز راحیل شریف په کابل کې دی او تمه کیږي له افغان چارواکو سره وګوري.
که څه هم د نوموړي سفر د حکومتي چارواکو له خوا نه دی تایید شوی؛ خو د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي نن د دغې جرګې په عمومي غونډه کې په دې اړه وویل:
"دولس بجې د پاکستان لوی درستیز افغانستان ته په یوه بیړني سفر راځي او له افغان ولسمشر سره ګوري. د ملي امنیت سرپرست ښاغلی نبیل باید په دې غونډه کې برخه ولري."
دا سفر په داسي حال کې کیږي چې د کونړ په دانګام ولسوالۍ له څلورو ورځو راهیسې افغان ځواکونه او سیمه ییز پاڅون کونکي له وسله والو مخالفینو سره چې ویل کیږي زیاتره یې پاکستانیان دي، جګړه کوي.