په پاکستان کې درې ورځني ماتم پیل شو

پاکستان د ښوونځي د ۱۳۲ زده کوونکو او نهو ښوونکو لپاره چې د طالبانو په یوه برید کې ووژل شوه؛ درې ورځنی ماتم پیل کړ.

۱۴۱ تنه وروسته له هغه ووژل شوه چې وسله والو کسانو د شمالي وزیرستان په پیښور ښار کې پر یوه دولتي ښونځي ډله ییز برید وکړ. دا پیښه د ډسمبر پر ۱۶ وشوه او د دغه هیواد یوه تر ټولو خونړۍ پیښه بلل کیږي.

پاکستاني طالبانو ویلي چې دا برید یې په سیمه کې د طالبانو پر وړاندې د پوځ د عملیاتو د غچ اخستو لپاره کړی دی.

د پاکستان صدر اعظم نواز شریف دا پیښه یوه ملي غمیزه بللې ده او له ټولو پارلماني ګوندونو یې غوښتي چې نن ناوخته په پیښور کې راټول او د سیمي د امنیت په اړه بحث وکړي.

شریف پرون په پیښور کې وویل چې د تروریز له دوام سره به دا جګړې دوام ولري.

"زه فکر کوم چې دا جګړه او مبارزه به تر هغو دوام وکړي چې د تروریزم ریښې په بشپړ ډول زموږ له هیواده نه وي وتلي."

د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي تروریستانو یو ځل بیا خپل شرارت وښود او د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کې مون بیا دا یو ویروونکې او بزدلانه عمل بللی دی.