پیسکوف: پوټین سمدستي نه غواړي د روسیې د اقتصادي وضعیت په اړه خبرې وکړي

د روسیې د ولسمشر ویاند وایي ولادیمیر پوټین په پام کې نه لري چې د روبل د لویدو او یا د روسیې د اقتصادي وضعیت په اړه کومې ځانګړي څرګندونې ولري.

روسي رسنیو د "دیمتري پیسکوف" له قوله ویلي چې وایي؛ پوټین له خپل حکومت سره د دغه وضعیت په اړه په پرله پسې ډول خبري کوي؛ خو وایي، داسې کوم پلان نه لري چې سمدستي یوه غونډه جوړه کړي او یا اعلامیه ورکړي.

پیسکوف ویلي، پوټین به د ډسمبر د اتلسمې نیټې تر کلنۍ خبري غونډي دمخه په عام محضر کې پر دې موضوع خبري ونه کړي.

د روانې اونۍ په اوږدو کې د روبل ارزښت نژدې شل فیصده ټیټ شوی دی.

د کال له پیله د یوه ډالر په وړاندې د روبل ارزښت نیمایی ته رسیدلې دی. د روبل د لویدو دلیل د تیلو د بیو ټیټېدل او د اوکرایین په چارو کې د مداخلې له کبله پر روسیې د امریکا او لویدیځو هیوادونو اقتصادي بندیزونه بلل کیږي.