د امریکا د سمندري ځواکونو د هغه پخواني سرتیري چې په ایران کې بندي دی؛ کورنۍ وایي چې دغه سرتیري د نه خوړو اعتصاب پیل کړی دی.
سارا حکمتي په یوه ایمیل کې اسوشیېټډ پرس ته لیکلي چې ورور یې امیر حکمتي پرون په یوه ټلیفوني اړیکه کې دا خبره خپلې کورنۍ ته کړې ده.
حکمتي چې د ایران او امریکا تابعیت لري؛ په ۲۰۱۱ کال کې د امریکا له دولت سره د همکارۍ په تور ونیول شو او په لس کاله بند محکوم شو؛ خو دی په خپله د بې ګناهۍ ادعا کوي.
د امریکا حکومت له ایران څخه غوښتي چې حکمتي خوشې کړي. د امیر حکمتي کورنۍ د امریکا په مشیګن کې ژوند کوي.