"په افغانستان کې ۱۶زره کورنۍ د نا امنیو له امله بې ځایه شوي دي"

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ UNHCR وایي چې د افغانستان له شمالي او شمال ختیځو ولایتونو د نا امنیو له امله له ۱۶ زرو زیاتې کورنۍ له خپلو سیو کډه شوي دي.

په شمال کې د دغې کمیشنرۍ ویاند فهیم همدرد آزادۍ راډیو ته وویل چې د بې ځایه شویو درې زره کورنیو لپاره ژمنۍ مرستې برابرې شوي او د ویش لړۍ یې هم پیل شوې ده.

د همدرد په وینا، اکثره بې ځایه شوې کورنۍ په فاریاب؛ جوزجان، سرپل او بلخ ولایتونو پورې اړه لري.