پېښور: پر یوه ښوونځي وسله وال برید کې ۱۴۱ تنه وژل شوي او ۱۲۴ ټپیان دي

پاکستاني چارواکي وایي چې په پیښورکې د هغه ښوونځي محاصره پای ته رسیدلې چې د وسله والو د حملې په نتیجه کې ۱۴۱ تنه چې اکثره یې ماشومان دي وژل شوي او لږترلږه ۱۲۴ تنه نورټپیان دي.

د پاکستان د پوځ ویاند عاصم باجوه وویل؛ د وژل شویو ۱۳۲ تنه یې ماشومان او نهه د ښوونځي کارکوونکي دي.

پوځي چارواکو وویل چې پر دغه ښوونځي چې د پوځ له خوا اداره کېده، عملیات پای ته رسېدلي او نهه وسله وال په کې وژل شوي دي.

پر دغې حملې چې مسوولیت یې پاکستاني وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی؛ د نړۍ یو زیات شمیر مشرانو سخت عکس العمل څرګند کړی دی. د پاکستاني طالبانو ویاند محمد عمرخراساني ویلي دا حمله یې په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو په غچ کې کړې ده.

هغه ویلي، دوی دغه پوځي ښوونځی د حملې لپاره ځکه غوره کړی و چې حکومت د دوی کورنۍ او ښځې د حملو هدف ګرځولي دي.