ولسمشر غني او عبدالله عبدالله په پېښور کې پر یوه ښوونځي وسله وال برید غندلی

د افغانستان جمهور رییس اشرف غني په پښور کې په یوه ښوونځې کې چې د پوځ له خوا پرمخ وړل کیږي؛ تروریستی حمله په ټینګه وغندله.

جمهور رییس په یوې اعلامیه کې ویلي؛ د معصومو او بې ګناه ماشومانو وژنه په بشپړ ډول غیر اسلامي او غیر بشري عمل دی او د افغانستان اسلامي دولت دا وحشیانه عمل په ټینګه غندي.

د ملي وحدت اجراییوي رییس عبدالله عبدالله هم د پیښور په ښوونځې کې تروریستي حمله غندلې او د پیښې د قربانیانو کورنیو ته یي د خواخوږۍ پیغام استولی دی.

د ښاغلي عبدالله عبدالله دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي؛ افغانستان او پاکستان دواړه د تروریزم قرباني دي او په دې اور کې د دواړو هیوادونو ولسونه سوځي.