د چین صدراعظم د ۱۶ هیوادونو د مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره سربیا ته تللی

د چین صدراعظم لیي قیقیانګ د ختیځې او مرکزي اروپا د ۱۶ هیوادونو د مشرانو په غونډه کې د ګډون په مقصد سربیا ته تللی دی.

په دې غونډه کې به د چین او سیمې د هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګوونې پر مسالو بحث وشي.

د غونډې زیات شمیر ګډونوال د اروپایي اتحادیې غړي دي.

پیکنګ وایي، د سیمې د هیوادونو د انرژۍ، زراعت، صنعت او زیربنایي پروژو کې پانګوونې ته لیوال دی.

د چین صدراعظم به د ډسمبر تر ۱۸ نیټې پورې په سربیا کې پاته شي او د هغه پله د پرانستلو په مراسمو کې به ګډون وکړي چې د "دانیوب" د سیند له پاسه جوړ شوی دی. دا پل یو نیم کیلومیتره اوږد دی او د یوې چینایي کمپنۍ له خوا جوړ شوی دی.