پېښور: پر یوه ښوونځي برید کې تر ۱۳۰ زیات کسان وژل شوي دي

وسله والو په پیښور کې پر یوه ښوونځی چې د پوځ له خوا پرمخ وړل کیږي؛ حمله کې نن له سلو زیات کسان ووژل او زیات شمېر نور یې ټپیان کړي دي.

د حملې مسولیت پاکستاني طالبانو منلی دی.

د خیبر پښتونخواه وزیر اعلی پرویز خټک خبري رسنیو ته وویل؛ په دې حمله کې ۱۳۲ کسان وژل شوي او ۱۲۲ تنه زده کوونکی ټپیان دي.

راپورونه وایي، د یو شمیر ټپیانو وضعه خرابه ده.

په سیمه کې د مشال راډیو خبریال وایي؛ وسله وال سهار وختي دغه ښووونځي ته چې د پوځ له خوا پرمخ وړل کیږي؛ داخل شول او حمله یې پیل کړه.

یوه عیني شاهد چې د ښوونځي زده کوونکی دی او خپل نوم یې عباد ښودلی؛ د پېښې په اړه یې وویل:

"شاوخوا لس نیمې بجې وې چې موږ آډیټورم (د کنفرانس خونې) ته وغوښتلو، چې په دې وخت کې د ډزو او چاودنو غږونه پورته شول. ډېرخلک ووژل شول. زما په مخ کې څلوېښت پنځوس کسان ووژل شول."

د پاکستان صدراعظم نواز شریف دا حمله غندلې او د وضعې د څار په مقصد پیښور ته رسیدلی دی. چارواکو په پاکستان کی دري ورځنی ماتم اعلان کړیدی.