د بیلاروس جمهور رییس "الکسانډر لوکاشینکا" د سوداګریزې لانجې پړه چې د دو متحدو هیوادو، روسیې او بیلاروس ترمنځ اړیکې یې خړپړې کړي؛ پر مسکو اچولي ده.
لوکاشینکار په مینسک کې د بیلاروس امنیتي شورا ته په وینا کې وویل: "زموږ د ختیځ ورور له دې حرکت نه به موږ بې ضرره پاته نشو؛ خو تر هغې چې له جمهور رییس ولادمیر پوټین سره په دې اړه نه یم غږیدلی؛ پرېکړه نه شم کولای."
د روسیې او بیلاروس ترمنځ د نومبر په وروستیو کې هغه مهال مخالفت راپورته شو چې روسیې له بیلاروس نه د غوښې او شیدو په وارداتو بندیز ولګاوه او وایي، مضر مواد په کې موندل شوي دي.
مینسک تر اوسه د مسکو په څیر عمل نه دی کړی او د ختیځې اروپا په وارداتو یې بندیزونه نه دي لګولي.
د بیلاروس جمهور رییس لوکاشینکا دغه راز پرلویدیځ انتقادونه وکړل. ده وویل، مینسک د لویدیځ د هغو هڅو په اړه اندیښمن دی چې غواړي؛ د استخباراتي فعالیتونو، په پولنډ او د بالتیک حوزې په هیوادونو کې د ناټو عسکرو د شمیرپه زیاتولو خپلو جغرافیایي - سیاسي هدفونو ته ورسیږي.