یوه وسله وال د اسټرالیا د سیډني په یوه رسټورانټ کې یو شمېرکسان د څو ساعتونو لپاره برمته کړي

یوه وسله وال کس نن د اسټرالیا د سیډني ښارپه یوه رسټورانټ کې یو شمېرکسان د څو ساعتونو لپاره برمته کړې وه.

په ټلویزیوني تصویرونو کې ښکاري چې لږ تر لږه درې تنه د رسټورانټ د ښیښې شاته درول شوي او لاسونه یې پورته په ښیې نیولي دي او په عربي متن توربیرغ هم پر رستورانت لګول شوی دی.

عیني شاهدانو لوړغږونه اوریدلي چې ډزوته ورته دي، خوتر اوسه چا ته د زیان رسیدو خبرنه دی ورکړل شوی.

ترشپږو ساعتونو وروسته درې کسان لیدل شوي چې له ودانۍ څخه وتلي دي او دوه نوریې لږموده وروسته دباندې ووتل.

د اسټرالیا صدراعظم توني ابوټ ویلي کیدای شي دا پیښه سیاسي انګیزه ولري:

″تراوسه موږ د دې کس په انګیزه نه پوهیږو. په دې نه پوهیږو چې هغه به یوه سیاسي انګیزه ولري، خو په ښکاره داسې نښې نښانې شته چې څرګندوي همداسې کاربه وي.″

راپورونه وایي، دغه برمته نیونکي غوښتل چې له صدراعظم سره وګوري، خو پولیس وایي تراوسه په دې اړه څه نه شي ویلی.

د اسټرالیا یوې ټلویزیوني شبکې ویلي، له دوو برمته شویو کسانو سره یي ټیلیفوني اړیکي نیولې چې وایي، دغه وسله وال کس دوه بمونه په رسټورانټ او دوه نورد ښارپه نوروځایونوکې ځای پر ځای کړي دي.

دی وایي، مذاکره کوونکو له وسله وال سره په اړیکه کې دي.

پولیسو د مارتین پلیس سیمه چې د سیډني مرکزي سوداګریزه سیمه ده او دغه رسټورانټ موقعیت په کې لري محاصره کړې ده.