عبدالله به په قزاقستان کې د شانګهای د همکارۍ د سازمان په غونډه کې ګډون وکړي

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د حکومت اجراییه مشرپه قزاقستان کې د شانګهای د همکارۍ د سازمان په غونډه کې ګډون وکړي.

عبدالله عبدالله د یوه پلاوي په مشرۍ پرون د قزاقستان پلازمینې استانه ته رسیدلی دی.

د افغانستان د حکومت اجراییه ریاست په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې عبدالله پرون استانه ته له رسیدو وروسته د قرغزستان له صدراعظم سره ولیدل.

د اجرایه ریاست په وینا په دې کتنه کې دواړو لورو په تیره بیا د ګډو اړتیاو او سیمه ییزې همکارۍ په اړه خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ یې د همکاري او همغږي په رامنځته کیدوهم تاکید وکړ.

د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د شانګهای د همکارۍ د سازمان د حکومتونو د مشرانو د شورا دا دولسمه غونډه ده چې نن پیلېږي.

افغانستان د شانګهايي د همکارۍ د سازمان ناظرغړی دی.