ننګرهار: طالبانو د چپرهارد پولیسو د غوراباد پر پوستې انتحاري حمله کړې

د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، تیره شپه وسله والو طالبانو د چپرهار ولسوالۍ د پولیسو د غوراباد پرپوستې انتحاري حمله کړې ده.

د دې ولایت د امنیې قومندانۍ د مطبوعاتي څانګې مسوول حضرت حسین مشرقیوال ازادۍ راډیو ته وویل، چې دا حمله د ملي پولیسو پر پوستې د لوی موټرپه وسیله شوی او وروسته د امینتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ جګړه هم شوې ده.

مشرقیوال زیاتوي، چې په دې حمله کې د انتحاري حمله کوونکي په ګډون څلوروسله وال وژل شوي او څلور پولیس ټپيان شوي دي.

طالبانو د دې حملې مسولیت اخستی او پولیسوته یې د زیاتې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې ده.