جان کري پرون ناوخته په روم کې له خپل روسي سیال سره خبرې وکړې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري پرون ناوخته په روم کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره د منځني ختیځ د سولې د خبرو د بیاپیل په اړه خبرې وکړې.

لاوروف د دې کتنې پرمهال وویل، د فلسطینیانو او اسراییلو ترمنځ د روان حالت د لازیاتې خرابۍ د مخنیوي لپاره سمدستي اقداماتو ته اړتیا ده.

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیرسرګي ریابکوف وویل، لاوروف په دې کتنه کې ښايي د امریکا د کانګرس له خوا د وروستۍ لایحې د تصویب له کبله د مسکو د اندېښنې خبره راپورته کړي.

دا لایحه له اوکراین سره د وسلو مرستې او د روسیې پرضد نویو بندیزونو ته اجازه ورکوي.

په پام کې ده چې کري نن د اسراییلو له صدراعظم سره په کتنه کې د فلسطیني دولت د جوړېدو له مسالې سره د ځینو اروپايي هېوادونو د لېوالتیا په اړه هم خبرې وشي.

کري به وروسته پاریس ته ولاړ شي او د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ له مشرې او همدا راز د فرانسې، جرمني او برتانیا د بهرنیو چارو له وزیرانو سره به وګوري.

کري به د سې شنبې په ورځ لندن ته ولاړشي او هلته به د فلسطینیانو له استازي او همدا راز د عرب لیګ له مشر سره وګوري.