په کونړ کې افغان ځواکونو ۱۶ پاکستاني طالبان وژلي دي

په کونړ کې د افغان ځواکونو او پاکستانيو وسله والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله وال وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان شوي دي.

د کونړ امنیه قومندان عبدالحبیب سیدخیل آزادۍ راډیو ته وویل چې یادو وسله والو نن سهار په دانګام ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو پر پوستو حمله وکړه چې یاده مرګ ژوبله ورته واوښته.

ښاغلي سیدخیل زیاته کړه چې نن ماسپښین د دې ولایت سرکاڼو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ نښته کې ۳ وسله وال وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

سیدخیل زیاته کړه چې په دې نښته کې دوه سرحدي پولیس هم ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبان وايي چې د سرکاڼو په نښته کې اته سرحدي پولیس وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.