اشرف غني: هڅه کوو چې دوامداره بې ثابتي په دوامداره ثبات بدله کړي

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، داسې هڅې یې پیل کړي چې دوامداره بې ثابتي په دوامداره ثبات بدله کړي.

ښاغلي غني نن په کابل کې د بشري حقونو د نړېوالي ورځې د لمانځ غونډې پرمهال وویل چې د یوه تلپاتي ثبات لپاره تدبیر، تحمل او حوصلې ته اړتیا ده.

ده وویل چې د افغانستان خلک سولې ته درسېدو لپاره یوه واحده اراده لري او هیڅ کله به ترورته تسلیم نه شي:

"سوله د ټولني اساسي اړتیا ده، که چیرې د تروریستي اعمالو هدف دا وي چې موږ دې له سولې انکار وکړو دا ځواب نه دی او که چیرې فکر کوئ چې په تروریستي اعمالو سره زموږ اراده کمزورې کړي؛ باید پوهه شي د افغانستان خلک یوه واحده اراده لري."

ښاغلي غني همدارنګه له علماو، قومي مشرانو او مدني ټولنو څخه وغوښتل چې د ملکي وګړو د وژنې د پای ته رسیدو لپاره په یوه خوله غږ وکي.