له یوې مسافروړونکې الوتکې سره د روسیې د یوې پوځي الوتکې د ټکر د خطر یوبل زنګ وهل شوی.
د سویډن پوځي چارواکو د شنبې په ورځ وویل چې د روسیې یوه پوځي الوتکه د جمعې په ورځ نژدې وه چې له کوپنهاګن څخه پورته شوې یوې مسافروړونکې الوتکې سره ولګیږي.
د سویډن د هوایي ځواکونو مشر میکایل بایدن وویل؛ د روسیې د جنګي الوتکې هغه وسیله غیرفعاله وه چې مسافروړونکې الوتکې ته یې موقعیت تثبیتیږي.
د سویډن د دفاع وزیر "پټرهولتکویست" دا یوه جدي او غیرمناسبه پیښه بللې ده.
هغه د سویډن راډیو ته وویل، دا ډیره خطرناکه ده چې کله تاسو د ټرانسپونډر وسیله بندوئ.
د روسیې د دفاع وزارت دا رد کړې چې ګوندې د دوی کومه الوتکه دې د جمعې په ورځ د سویډن هوایي قلمروته ننوتې وي.
په تیره مارچ میاشت کې د روسیې یوه پوځي جټ الوتکه چې ټرانسپونډریې بند کړی و؛ د ساس هوایي شرکت د یوې الوتکې چې د کوپنهاګن له هوایي ډګره الوتې وه؛ له سل مترۍ تیره شوې وه.