د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي؛ له نورو امنیتي ادارو سره په ګډه په داسې پلانونو کار کوي؛ څو په افغانستان کې د وسله والو د زیاتیدونکو بریدونو مخه ونیسي.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقې ازادي راډیو پرون وروسته له هغې دا څرګندونې وکړي چې په پلازمینه کابل او هلمند ولایتونو کې د وسله والو په بیلابیلو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۹ کسان ووژل شول او په لسګونو نور ټپیان شول.
نوموړي زیاته کړه، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل؛ د نوي حکومت د موثریت په اړه په خلکو د اندېښنو راپیدا کول او په افغانستان کې د مشخصو سیمو په لاندې کولو کې د طالبانو پاتې راتلل په مرکز کابل او ولایتونو کې د وسلوالو د بریدونو د زیاتیدو عوامل دي.