ولې په کابل کې نړیدلې تاریخي ماڼۍ ګانې نه رغول کیږي؟

Your browser doesn’t support HTML5

د کابل یو شمیر اوسیدونکي شکایت کوي چې د څو کلونو په تیریدو لا هم د تاریخي ماڼیو د بیا رغونې کارونه ندي پیل شوي. دا شکایتونه داسې مهال راپورته کیږي چې د کابل ښاروالی دری کاله وړاندې د خلکو په پیسو د کابل د ځینو پخوانیو ودانیو د جوړولو ژمنه کړي وه او د همدې لپاره یې له خلکو څخه د پیسو ټولول پیل کړل.