وسله والو طالبانو په هلمند ولایت کې ۱۲ ماین پاکان وژلي دي

افغان پولیس وايي وسله والو طالبانو نن په هلمند ولایت کې دولس ماین پاکان په ډزو وژلي دي.

د هلمند د امنیې قومندانۍ یوه ویاند فرید احمدعبید رسنیو ته ویلي چې په ماین پاکانو باندې د وسله والو مخالفینو له خوا دا حمله د بریټانوي پوځيانو د مخکینۍ پوځي اډۍ باسشین ته نږدې شوې ده.
ښاغلي عبید ویلي، افغان پوځیانو اوس په سیمه کې د وسله والو طالبانو په ضد جګړه پیل کړې او تر دې دمه یې څلور تنه وژلي او درې نور یې ژوندي نیولي دي.

په هلمند کې په ماین پاکانو باندې دا حمله څو ساعته وروسته له هغې کیږي چې په مرکز کابل کې د سترې محکمې د دارلانشا رییس عتیق الله رووفي د وسله والو طالبانو په برید کې ووژل شو.