د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر "سرګي ریابکوف" نن ویلي؛ که واشنګټن د واکرایین د کړکیچ په تړاو پر روسیې نور بندیزونه ولګوي؛ نو مسکو به یې په مقابل کې ودریږي.
د امریکا کانګرس د ډسمبر پر یوولسمه د اوکرایین د آزادۍ د ملاتړ عمل تصویب کړ چې له مخې به یې پر مسکو نوي بندیزونه ولګول شي او واشنګټن ته به اجازه ورکړي چې کییف ته وژونکي پوځې مرسته ورکړي؛ ترڅو د اوکراین په ختیځ کي د روس پلویو بیلتون غوښتونکو پرضد جګړه کې ورڅخه کار واخلي.
دغه قانون به اوس د امریکا د ولسمشر بارک او باما له خوا توشیح کیږي.
انټرفکس خبري آژانس د ریابکوف له قوله ویلي چې "موږ به یقیناً ونشو کولی دا کار بې ځوابه پریږدو."
د دې قانون له مخې به امریکا اوکراین ته د ټانک او زغره والو وسیلو ضد وسلو په ګډون؛ د ۳۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت وسلې ورکړې او دغه راز به د اوکراین پوځ ته رادار؛ بې پیلوټه اکتشافي الوتکې او د مخابراتو وسایل هم واستول شي.
د اوکراین پارلمان د امریکا د کانګرس د دې پریکړې هرکلی کړی او دا یې یوه تاریخي پریکړه بللې ده.