د پروان ولایت امنیتي چارواکي وايي؛ پرون شپه په بګرام ولسوالۍ کې د امریکايي پوځیانو په یوه کاروان بمي چاودنه شوې ده.
د بګرام ولسوالۍ امنیه قومندان محمدمعصوم فرزه یي نن ازادي راډیو ته وویل چې دا بم د دو سرکې په سیمه کې تر یوه پلچک لاندې ځای پر ځای شوی و.
د ښاغلي فرزه يي په خبره په دې پيښه کې ملکیانو ته زیان نه دی رسیدلی؛ خو د امریکایي پوځیانو په اړه څه معلومات نه دي تر لاسه شوي.
امریکايي پوځيانو هم تر اوسه د دې پيښې په اړه څه نه دي ویلي.