بابه جان: د بدخشان په ناامنیو کې د منځنۍ اسیا هیوادونو وسله وال لاس لري

د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي؛ د دغه ولایت په ناامنیو کې د منځنۍ اسیا هیوادونو هغه اوسیدونکي لاس لري چې په القاعده شبکې پورې تړلي دي.

د بدخشان امنیه قومندان جنرال بابه جان ازادي راډیو ته وویل؛ اوس وخت په وردوج او جرم ولسوالیو کې د منځنۍ اسیا څه باندې سل اتباع له خپلو کورنیو سره یوځاي میشت دي او عملاً د دولت پر ضد جګړه مخته وړي.

د ښاغلي بابه جان په خبره په دې جنګیالیو کې د چیچنیا، ازبکستان او تاجکستان اتباع شامل دي.