المان په کاپیسا ولایت کې د زده کړې یو کلن پروګرام پیل کړ

د المان حکومت په کاپیسا ولایت کې د زده کړې یو کلن پروګرام پیل کړ.

په دې پروګرام کې د سواد د زده کړې په برخه کې تر ډېره حده ښځې او جونې شاملیږي.

د دې تعلمیي پروګرام یوه تنظیمونکي "مقیم قیومي" آزادي راډیو ته وویل؛ دا پروګرام پنځه هدفونه لري:

"په دې پروژه کې پنځه هدفونه لرو. ښځې او د هغوی کورنۍ به په خپل ځان متکې شي؛ د کاپیسا ولایت په پنځو ښوونځیو کې موږ د کانکور د آزموینې لپاره د چمتووالي پروګرامونه لرو. درېیم هدف مو له دارالملعلیمن نه ملاتړ او څلورم هدف مو په کاپسا ولایت کې د یوه کتابتون جوړول او پنځم یې د انګلیسي ژبې او د کمپیوټر د زده کړې د مرکز جوړول دي."

د دې پروګرام لګښت شاوخوا اوه لکه امریکایي ډالره دی او د RAT موسسې له خوا عملي کیږي.