پولیس: د استقلال لیسې په تالار کې چاودنې یو کس وژلې او له لسو زیات یی ټپیان کړي دي

Your browser doesn’t support HTML5

د کابل امنیی قومندانۍ تایید کړې، چې د استقلال لیسې په تالار کې، چې د فرانسې د فرهنګي مرکز په نامه هم یادیږي شوې چاودنه ځان وژونکې حمله وه.د کابل د امنیی قومندانۍ د جنایی جرمونو په وړاندې د مبارزې رییس جنرال محمد فرید افضلي ازادي راډیو ته وویل، چې په حمله کې یو کس وژل شوې او له دیارلسو زیات ټپیان دي.