د کورنيو چارو وزارت تاييد کړه چې پرون په کابل کې د فرانسې پر کلتوري مرکز په حمله کې يو جرمنى وژل شوى دى.
د دغه وزارت د مطبوعاتي دفترد اعلاميې پر اساس، په دې پېښه کې څه باندې لس کسه نور ټپيان شوي دي.
په همدې حال کې د فرانسې د بهرنيو چارو وزير وويل، په دې پېښه کې ګڼ کسان وژل شوي، يا هم ټپيان دي.
لاورنت فابيوس په يوه اعلاميه کې دغه حمله وغندله او بزدلانه عمل يې وباله.
فرانسه وايي، په دې پېښه کې يې اتباعو ته زيان نه دى اوښتى.
د دې حملې مسووليت وسلوالو طالبانو منلى دى.
افغان چارواکي وايي بريد کوونکى ١٧ زلمى و، چې د يوې نندارې پر مهال يې په سالون کې دننه چاودنه وکړه.