شیرزاد: د دوو میرمنو په ګډون شپږتنه له نشه يي توکو سره نیول شوي

په ننګرهار ولایت کېد دوو میرمنو په ګډون شپږتنه له نشه يي توکو سره نیول شوي.

د ننګرهار امنيه قومندان پاسوال فضل احمد شیرزاد د پنجشنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې رسنیو ته وویل، چې د دوی ځواکونو تېره ورځ په بهسود، سرخرود او د جلال اباد ښار اړوند سیمو کې شپږ تنه د شپږدیرش کیلوګرامه نشه يي توکو سره نیولي.

نوموړی وايي، په دې نیول شویو کسانو کې دوه پاکستانۍ میرمنې دي، چې له کونړه يې جلال اباد ته نشه يي توکي قاچاقول:

"په دغو شپږو تنو نیول شویو کې دوې زنانه دي، چې د پاکستان هېواد تبعه دي، دوی له کونړه په ډيرماهرانه ډول نشه يي توکي د خپلوکالوپه ځينوځایونوکې ځای پرځای کړي ول، چې زموږ د پولیسو له خوا ونیول شول."

نوموړي د ننګرهار له ولسونو څخه غوښتنه وکړه، چې د نشه يي توکو د کاروباریانو د نیولو په برخه کې له دوی سره مرسته وکړي.