پوروشینکو: روسیه دې د اوکراین له خاورې ټول روسي ځواکونه وباسي

د اوکراین ولسمشر پترو پوروشینکو له روسیي وغوښتل چې د اوکراین له خاورې دې ټول روسي ځواکونه وباسي او د هېواد په ختیځ کې د بیلتونپالوله ملاتړه دې لاس واخلي.

پوروشینکو دغه رازله روسیې وغوښتل چې د دواړو هېوادونه ګټه پوله دې وتړي او زیاته یې کړه چې؛ په دې سره به په اوکراین کې په څواونیو کې سوله او ثبات ټینګ شي.

مسکو د اوکراین په ختیځ کې په روانو شخړو کې هر ډول مداخله ردوي.

پوروشینکو دا څرګندونې نن له استرالیا څخه د کتنې په مهال وکړې.

په میلبورن کې له پوروشینکو سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې د استرالیا صدراعظم توني ابوټ له یوه خپلواک اوکراین سره د خپل هېواد ژور پیستون څرګند کړ.