د کابل پوهنتون یو شمېراستادان چې غزني ته د کانکور ازموینې د اخیستلو لپاره ورغلي وه وایي چې، د غزني د ولایتي شورا یو شمېر وکیلانو وهلي دي.
دغو استادانو نن خبریالانوته وویل، کله چې دوي د وکیلانو له لوري د کانکور سوالونو د اخیستلو مخه ونیوله، نو ورسره فزیکي چلند وشو.
غزني ته د همدې تللي پلاوي غړي وایي چې دا وکیلان غلام حسین چنګیز، نصیر احمد فقیري او حسن رضا یوسفي نومیږي.
خو یادو وکیلانو تر اوسه پورې پر دوی د لګیدلو تورونو په اړه څه نه دي ویلي.