د پاکستان پوځ د افغانستان پولي ته نژدې ۱۱ تنه وسله وال مخالفین وژلي

د پاکستان پوځ وایي، د افغانستان پولي ته نژدې په قبایلې سیمه کې یې په هوایي بریدونوکې یوولس تنه وسلوال مخالفین وژلي دي.

د پوځ په یوه اعلامیه کې راغلي چې جنګي جټ الوتکو د ډسمبر پرنهمه د خیبراجنسۍ په تیران سیمه کې د وسلوالو مخالفینو درې پټن ځایونه په نښه او ویجاړ کړي دي.

د پاکستان پوځ له سپتمبر راهیسې په دې سیمه کې د پاکستاني طالبانو او نور ملیشو ډلو په وړاندي عملیات کوي.

د پاکستان د پوځ په خبره په شمالي وزیرستان کې یې د جون میاشتې راهیسې د وسله والو مخالفینو په وړاندې عملیات پیل کړي او تراوسه یې د دوی په خبره اتیا فیصده سیمه له مخالفینو څخه تصفیه کړې ده.

په دغوعملیاتو کې له هوایې بریدونو، هاوانونو، توپخانې او ځمکني قواوو څخه کار اخستل کیږي.

پوځ وایي، تراوسه یي په دغوعملیاتو کې څه باندې ۱۱۰۰ تنه مخالفین وژلي او د دوی هم شاوخوا ۱۰۰ تنه سرتیري وژل شوي دي، خو دغه شمېرې تراوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.

دغه راز د دې بریدونو په نتیجه کې نژدې یو میلیون وګړي بیځایه شوي دي.