د روسیې ولسمشرولادیمیرپوتین هند ته د سفرپه لاره کې د یوې ورځي لپاره نن ازبکستان ته تللی.
تمه ده نوموړی د ازبکستان ولسمشراسلام کریموف حکومت ته وړاندیز وکړي که چیرې ازبکستان لواله وي چې د روسیې ۸۹۰ میلیونه ډالره پور په قسط ورکړي، نو په هغه کې به تخفیف راوړي.
دغه رازتمه ده په دې خبروکې روسیې ته د ازبکستان د زراعتي محصولاتو د صادراتو پر ډیرولو هم تمرکز وشي.
اوس د امریکا او اروپایې ټولنې د بندیزونو په وړاندې روسیې دغه هېواد ته د لویدیځو هېواداونو له خوا د خوراکي موادو پر وارداتو بندیز لګولی دی.
سیمه يیز امنیت او د انرژۍ په اړه بحثونه هم د اجنډا نورې موضوعګاني دي چې د ازبکستان او د هغه د نورو ګاونډیو ترمنځ یې اړیکي خرابې کړي دي.
پوتین د پخواني شوروي اتحاد د جمهوریتونو ترمنځ د اړیکو د ښه کولو په لټه کې دی، خو داسې ښکاري چې تراوسه یي د قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان په مقایسه له ازبکستان سره لږ پرمختګ کړی دی.