د قربانیانو کورنۍ: پرجنګي مجرمینو دې انتقالي عدالت په جدي توګه عملي شي

د جګړو د یو شمېرقربانیانو کورنۍ له حکومته غواړي پرجنګي مجرمینو انتقالي عدالت په جدي توګه عملي کړي.

دغو کورنیو نن په کابل کې په یوې غونډې کې همداراز له دولته وغوښتل چې د تیروڅه باندې دریو لسیزو جنګي مجرمین محاکمه کړي.

د قربانیانو کورنیو دغه څرګندونې د بشري حقونو د نړېوالې ورځې د لمانځنې په مناسبت یوې غونډه کې وکړې.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم یو راپور برابر کړی چې په کې په تیرو جګړو کې د ښکیلو کسانو نومونه ذکر شوي دي.

که څه هم په واروار د دغه راپورد خپریدو غوښتنه شوې، خو تراوسه د خلکو له سترګو پټ ساتل شوی.