محبي: د کابل بانک د قضيي۱۷۷ میلیونه ډالره نغدې پیسې تر لاسه شوي

د حقیقت څه دی په دغه پروګرام کې د کابل بانک د تصفیې مدیریت له مسوول عبدالحمید محبي سره خبرې شوي دي.

ښاغلی محبي وایي، د کابل بانک د دوسیې د تصفیې له پیل تردې دمه د پورونو د ورکړې له لارې ۱۷۷ میلیونه ډالره نغدې پیسې تر لاسه شوي دي.

دی وايي، اته څلویښت اعشاریه اته میلیونه ډالره هم د دریو جایدادونو له درکه ترلاسه کیږي.

د محبي په خبره د کابل بانک د تصفیې مدیریت د حسابونو د تصفیې ترڅنګ د شاوخوا ۴۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت بیلابیل پورونه او جایدادونه پیژندلي چې باید ترلاسه شي.

Your browser doesn’t support HTML5

حقیقت څه دی؟