د خلیج د همکارۍ د شورا شپږو غړو هېوادونو پرون د یو ګډ سیمه ییز پولیس او ګډ دفاعي سمندري ځواک پر جوړېدو موافقه وکړه.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر په دوحه کې د خلیج د همکارۍ د شورا له کلنۍ غونډې وروسته وویل چې د سیمه ییزو پولیسو دا ځواک به د تروریزم پرضد په مبارزه کې همکاري پراخه کړي.
خبر زیاتوي چې تمه ده دا اقدام به د مخدرو مواد د قاچاق، د پیسو د مینځلو او انټرنټي جرایمو په مخنیوي کې مرسته وکړي.
د خلیج د شورا د ګډ سمندري ځواک د جوړېدو په اړه چې په غالب ګومان د ایران د مخنیوي لپاره به کار ترې واخیستل شي، جزییات نه دي ورکړل شوي.
د خلیج د همکارۍ په شورا کې سعودي عربستان، بحرین، کوېټ، عمان، قطراو متحده عربي امارات غړیتوب لري.