یوسفزۍ اوساتیارتي د پوهنې په برخه کې د پاکستان او هند ترمنځ پر ګډې همکارۍ ټینګارکوي

۲۰۱۴ کال د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ او کېلاش ساتیارتي د پوهنې په برخه کې د پاکستان او هند ترمنځ پر ګډې همکارۍ ټینګارکوي.

ټاکل شوې اولس کلنه ملاله او شپیته کلن ساتیارتي نن دغه جایزه تر لاسه کړي.

دوی پرون د ناروې په پلازمینه اوسلو کې د پولي د دواړو غاړو ترمنځ د یووالي، د ماشومانو د پوهنې او له بې وزلۍ څخه د ژغورلو پراهمیت خبرې وکړې.

ملاله یوسفزۍ چې د نجونو د زده کړې یوه فعاله ده چې دوه کاله وړاندې د وسله والو طالبانو له خوا پرسر وویشتل شوه، نوموړې د ماشومانو زده کړه یو حق نه بلکه یوه دنده وبلله.ملالې خبریالانو ته وویل:

″موږ دلته د دې لپاره نه یو راغلي چې خپله جایزه ترلاسه کړو او خپل مډال واخلو بیرته خپلو کورونو ته ولاړ شو.

نه، موږ دلته راغلي یو چې ماشومانو ته ووایو تاسو ولاړیدو ته اړتیا لرئ.

تاسو باید د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کړئ اوس د دې وخت نه دی چې نورو ته په تمه شئ ترڅو ستاسو لپاره غږ پورته کړي. دا تاسو یاست چې کولای شئ نړۍ بدله کړئ. نو د دې لپاره تاسو باید یو ګام پورته کړئ.″

شازیه رمضان او کاینات ریاض د ملالې دوې ملګري دي چې له هغې سره یې اوسلو ته سفر کړی دی.

دوی خبریالانوته وویل چې دوی هم له ملالې سره په دې مبارزې کې ورګډې دي ترڅو ډاډه کړي چې نجونې د زده کړې چانس ترلاسه کړي.