چک هیګل په یوه نااعلان شوي سفربغداد ته رسیدلی

د امریکا دفاع وزیرچک هیګل په یوه نااعلان شوي سفربغداد ته رسیدلی دی.

د بغداد نړېوال هوایي ډګرکې نن د هیګل د الوتکې د ښکته کېدو پرمهال سخت امنیت نیول شوی و.

دا له ۲۰۱۱ م کال یعني په عراق کې د امریکا د پوځي ماموریت له ختمیدو راهیسي عراق ته د امریکا د دفاع وزیر لومړنی سفر دی.

ټاکل شوې چې هیګل به په دې سفرکې د عراق له حکومتي چارواکو سره خبرې وکړې او دغه رازبه په دې هېواد کې د امریکا د پوځ له قوماندانانو سره وویني.

چک هیګل پرون په کویټ کې ویلي و چې د عراق امنیتي ځواکونو نوی تحرک حاصل کړی او یوعلت یي په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت د وسله والو تر واک لاندې سیمو باندې د امریکا پر مشرۍ ایتلافي ځواکونو عملیات دي.

چک هیګل د نومبر په ۲۴مه استعفی وکړه خو د نوي وزیرد ټاکل کېدو تر وخته به خپلې دندې ته دوام ورکوي.

جمهور رئیس بارک اوباما، اشټن کارتر د دفاع د وزیرد څوکۍ لپاره نومولی دی.