اسحاقزی: حکومت دې د ځوانانو لپاره د کار زمینه برابره کړي

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، هرکال د یولکو په شاوخوا کې ځوانان د بې کارۍ له امله غیرقانوني کډوالۍ، نشه یي توکو او له وسله والو مخالفینو سره یوځای کیدو ته مخه کوي.

د دې وزارت د ځوانانو مرستیال تیمورشاه اسحاقزي نن په کابل کې خبریالانوته وویل چې حکومت باید د ځوانانو لپاره د کار زمینه برابره کړي.

ښاغلي اسحاقزي د سولې د ټینګښت په برخه کې د ځوانانو رول مهم وباله.

له دې وړاندې ځوانانو هم په بېلابېلوغونډو کې له حکومته غوښتي، چې د کار او تحصیل زمینې ورته برابرې کړي.