د بامیانو د مرکزي روغتون ډاکترانو او کارکوونکو کاري اعتصاب پیل کړی دی.
د بامیانو د ولایتي شورا یوه غړي محمدحسن اسدي ازادۍ راډیو ته وویل، چې یادو ډاکترانو د کار د زیاتوالي، د امکاناتو د نشتوالي او د روغتون د مسوولینو د بد سلوک او یولړنوروعواملو له امله کاري اعتصاب پیل کړی دی.
ښاغلي اسدي زیاته کړه چې د اعتصاب کوونکو شمېرسلو تنو پورې رسیږي.
نوموړي زیاته کړه، چې د ډاکترانو د کاري اعتصاب له امله د ناروغانو وضعیت د اندیښنې وړ دی.
تر اوسه د بامیانو د عامې روغتیا مسولینو په دې اړه څه نه دي ویلي.